Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 21:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 نو بنى اِسرائيلو د اموريانو ټول ښارونه چې په هغوئ کښې حسبون او ګېرچاپېره کلى هم شامل وو ونيول او بيا هغوئ هلته اوسېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 21:25
17 Iomraidhean Croise  

ستا غړۍ لکه د هاتى د غاښونو نه جوړه شوې مينارې په شان ښائسته ده نه. ستا سترګې د حسبون ښار د ځلېدونکو تالابونو په شان دينه، کوم تالابونه چې د دې ښار د بيت‌رابيم دروازې سره دينه. ستا پوزه د لبنان د برج په شان ښائسته ده نه چې د دمشق ښار ترې نه ښکارينه.


د حسبون او اِلى‌عالى خلق په ژړا دى او د هغوئ ژړا تر يهض پورې اورېدے شى. د موآب فوجيان په يره کښې نعرې وهى، او هغوئ بې‌حوصلې شوى دى.


د نن نه پس به څوک هم د موآب تعريف ونۀ کړى، په حسبون کښې به خلق د هغې د راغورزولو منصوبې جوړوى، هغوئ وائى راځئ چې د موآب نوم او نشان ختم کړُو. اے د مدمين ښاريې، تۀ به هم خاموشه شې، او تاسو به په تُوره مړۀ شئ.


د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلى‌عالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلت‌شليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى.


کوم خلق چې حسبون ته د پناه دپاره وتښتى نو هلته به بې‌وسه ودريږى، ځکه چې د حسبون نه د اور شُغلې راوچتيږى، د بادشاه سيحون د زوړ کور نه به د اور لمبې راوچتيږى. دا اور د موآب تندے سوزوى، او د شور اچوونکو لافوانو کوپړۍ سوزوى.


ستا مشره خور سامريه وه، څوک چې ستا شمال خوا ته خپلو لوريانو سره اوسيږى، او ستا کشره خور څوک چې په جنوب کښې د خپلو لوريانو سره اوسيږى، هغه سدوم دے.


نو د ستا د خور سدوم ګناه وه چې، هغې او د هغې لوڼو کبر کولو، او هغوئ خېټه ورې وې او د آرام ژوند يې تېرولو، خو د غريبو او ضرورتمندو سره يې امداد نۀ کولو.


”خو زۀ به د سدوم او د هغې د لوريانو ژوندون دوباره بحال کړم او د سامريه او د هغې د لوريانو ژوندون به هم بحال کړم او ستا حالت به هم ورسره ښۀ کړم.


هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.


حسبون د اموريانو د بادشاه سيحون مرکزى ښار وو، سيحون د موآب پخوانى بادشاه خِلاف جنګ کړے وو او د ارنون سيند پورې د هغۀ ټوله زمکه يې نيولې وه.


نو اِسرائيليان د اموريانو په علاقه کښې دېره شول،


”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کوم مُلک نيولو کښې مدد کړے وو په هغې کښې دا ښارونه وُو، عطاروت، ديبون، يعزير، نمراه، حسبون، اِلى‌عالى، سبام، نبو او بعون. دا زمکه د څاروو دپاره ښۀ ده او مونږ سره ډېر څاروى دى.


حوريان په ادوم کښې اوسېدل، خو د عِيسو اولاد هغوئ وشړل، د هغوئ قوم يې تباه کړو او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، لکه څنګه چې وروستو بنى اِسرائيلو خپل دشمنان د هغه مُلک نه وشړل کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.


بيا ما تاسو د اموريانو مُلک ته راوستلئ، کوم چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدل. هغوئ ستاسو سره جنګ وکړو، خو ما تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړه. تاسو د هغوئ مُلک قبضه کړو او چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو هغوئ مو تباه کول.


بنى اِسرائيلو درې سوه کالو راسې حسبون او عيروعير او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه او د ارنون سيند په غاړه ټول ښارونه قبضه کړى دى. تاسو په هغه وخت هغه واپس ولې نۀ وُو نيولى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan