24 خو بنى اِسرائيلو په جنګ کښې ډېر دشمنان ووژل او د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند پورې زمکه يې ترې نه ونيوله، خو د يبوق نه وروستو د عمونيانو د علاقې د حد پوله ډېره مضبوطه وه.
هم په هغه شپه يعقوب پاڅېدو، هغۀ خپلې دوه نِکاح کړې ښځې، د هغۀ دوه نورې ښځې او خپل يوولس زامن روان کړل او د يبوق د سيند نه په ګودر يعنې هغه ځائ کښې پورې وتل چرته چې اوبۀ کمې وې.
په قومونو او بادشاهو فتح کولو کښې تا د هغوئ مدد کولو، او تا خپل خلق په هر ځائ کښې آباد کړل. هغوئ د حسبون مُلک فتح کړو، چرته چې سيحون بادشاهى کوله، او د بسن مُلک، چرته چې عوج بادشاه وو.
سيحون د اموريانو بادشاه يې مړ کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.
خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.
هغوئ د هغه ځائ نه بيا لاړل او د ارنون د سيند نه پورىې غاړه يې خېمې ولګولې په هغه صحرا کښې چې د اموريانو د علاقې پورې خوره وه. ارنون د موآبيانو او اموريانو په مينځ کښې د حد پوله وه.
دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله.
او کله چې مونږ دې ځائ ته راغلو، نو د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج زمونږ خِلاف جنګ له راووتل. خو مونږ هغوئ له شکست ورکړو،
او د جِلعاد نه واخله د ارنون سيند پورې علاقه ما د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه. د هغوئ سرحد د سيند مينځ وو او د هغوئ بل سرحد د يبوق سيند وو، چې د هغې يوه برخه د عمونيانو سرحد وو.
مالِک خُدائ به هغه خلق هغه شان تباه کړى، لکه څنګه چې هغۀ د اموريانو بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى وُو او د هغوئ مُلک يې تباه کړو.
په کښې د عوج بادشاهى هم شامله وه کوم چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، چې هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کړې وه. موسىٰ دې خلقو له شکست ورکړے وو او هغوئ يې شړلى وُو.
بيا ما تاسو د اموريانو مُلک ته راوستلئ، کوم چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدل. هغوئ ستاسو سره جنګ وکړو، خو ما تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړه. تاسو د هغوئ مُلک قبضه کړو او چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو هغوئ مو تباه کول.
او څۀ چې هغۀ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوو بادشاهانو سره کړى دى يعنې د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج سره چې هغه په عستارات کښې اوسېدو.
مالِک خُدائ هغوئ له دا جواب ورکړو، ”مِصريانو، اموريانو، عمونيانو، فلستيانو،
د عمون بادشاه د اِفتاح پېغام وړونکو ته جواب ورکړو، ”کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه راووتل، نو هغوئ د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند او د اُردن سيند پورې زما مُلک ونيولو. نو اوس به تۀ ما له دا بغېر د جنګ جګړې واپس راکوې.“
کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو،