23 خو سيحون بنى اِسرائيلو له اجازت نۀ ورکولو چې د هغۀ د علاقې نه تېر شى. هغۀ خپل ټول لښکر راجمع کړو او په صحرا کښې يهض ته ووتل او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه.
د حسبون او اِلىعالى خلق په ژړا دى او د هغوئ ژړا تر يهض پورې اورېدے شى. د موآب فوجيان په يره کښې نعرې وهى، او هغوئ بېحوصلې شوى دى.
د مالِک خُدائ عدالت په دې غريزه مُلکونو لکه حولون، يهض، مفعت،
د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلىعالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلتشليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى.
خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.
خو ادوميانو ورته ووئيل، ”تاسو د دې ځائ نه نۀ شئ تېرېدلے. کۀ تاسو داسې وکړل، مونږ به راووځُو او په تاسو به حمله وکړُو.“
ځکه چې ادوميانو بنى اِسرائيل په خپله علاقه کښې تېرېدو ته نۀ پرېښودل، نو بنى اِسرائيل په بله لار لاړل.
يهض، قديمات، مفعت،
خو سيحون بنى اِسرائيليان تېرېدو ته نۀ پرېښودل ځکه چې په هغوئ بېاعتباره وو. هغۀ خپل ټول لښکر راغونډ کړو، په يهض کښې يې خېمې ولګولې او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه.