په قومونو او بادشاهو فتح کولو کښې تا د هغوئ مدد کولو، او تا خپل خلق په هر ځائ کښې آباد کړل. هغوئ د حسبون مُلک فتح کړو، چرته چې سيحون بادشاهى کوله، او د بسن مُلک، چرته چې عوج بادشاه وو.
کوم خلق چې حسبون ته د پناه دپاره وتښتى نو هلته به بېوسه ودريږى، ځکه چې د حسبون نه د اور شُغلې راوچتيږى، د بادشاه سيحون د زوړ کور نه به د اور لمبې راوچتيږى. دا اور د موآب تندے سوزوى، او د شور اچوونکو لافوانو کوپړۍ سوزوى.
بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.