20 او د بامات نه د موآبيانو په علاقه کښې وادۍ ته لاړل، د پِسګه د غرۀ د سر نه لاندې، چې مخ يې صحرا ته دے.
او د هغې ځائ نه نحلىاېل ته او د نحلىاېل نه بامات ته لاړل،
بيا بنى اِسرائيلو د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى،
بنى اِسرائيلو مخکښې سفر کولو او د موآب په مېدانونو کښې يې د اُردن پورې غاړه يريحو ته مخامخ خېمې ولګولې.
بلق، بلعام د پِسګه د غرۀ په سر د ضُوفيم پټى ته بوتلو. هغۀ هلته هم اووۀ قربانګاه جوړې کړې او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه باندې پېش کړو.
نو هغۀ بلعام د فعور غرۀ سر ته بوتلو چې صحرا ته مخامخ دے.
دا ټولې قبيلې موسىٰ او اِلىعزر په هغه وخت وشمېرلې چې د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې يې د بنى اِسرائيلو مردمشمارى وکړه.
دا هغه وخت وو کله چې اِسرائيليان د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د موآب په علاقه کښې وُو چې د خُدائ پاک په قانون او حُکمونو باندې موسىٰ هغوئ پوهول شروع کړل. هغۀ وفرمائيل چې،
د پِسګه غرۀ سر ته لاړ شه او هر طرف ته وګوره. چې څۀ درته ښکارى نو هغه په غور سره وګوره، ځکه چې تۀ به هيڅکله هم د اُردن نه پورې نۀ وځې.
بيا موسىٰ د موآب د مېدانونو نه د نبو غرۀ ته وختلو، کوم چې د پِسګه غر سر ته چې يريحو ته مخامخ دے، او هلته مالِک خُدائ هغۀ ته هغه ټول مُلک وښودلو يعنې د دان ښار پورې د جِلعاد علاقه يې ورته وښودله،
په دې کښې هغه ټوله علاقه هم شامله وه چې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د مالګې درياب پورې وه او د پِسګه د غرۀ تر لمنې پورې وه.