16 د هغې ځائ نه هغوئ هغه کوهى له لاړل چې د بير په نامه ياديږى، دا هغه کوهے دے چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلق راغونډ کړه او زۀ به هغوئ له اوبۀ ورکړم.“
هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.
عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“