Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 21:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 هغوئ د هغه ځائ نه بيا لاړل او د ارنون د سيند نه پورىې غاړه يې خېمې ولګولې په هغه صحرا کښې چې د اموريانو د علاقې پورې خوره وه. ارنون د موآبيانو او اموريانو په مينځ کښې د حد پوله وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 21:13
8 Iomraidhean Croise  

د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.


هغوئ به په جواب کښې ووائى چې، د ارنون د سيند په غاړه موآب تباه شو او په شرمونو وشرمېدو، په چغو او سورو په هغۀ ماتم او ژړا وکړئ.


نو دا ځکه د مالِک خُدائ د جنګونو په کِتاب کښې ليکلى دى، ”د سوفه په علاقه کښې د واهيب ښار او هغه واديانې، د ارنون سيند،


کله چې بلق خبر شو چې بلعام راروان دے، نو هغه ورَغلو چې په عار کښې ورسره مِلاو شى، دا ښار د ارنون د سيند سره د موآب په سرحد باندې وو.


موسىٰ خپله خبره جارى وساتله او وې فرمائيل، ”بيا مونږ د زرد سيند نه پورې وتلو لکه څنګه چې مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى وُو.


نن به تاسو د عار په لاره د موآب علاقې نه تېرېږئ.


”کله چې مونږ د موآب نه تېر شوى وُو، مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل، اوس، روان شئ او د ارنون سيند نه پورې وځئ. زۀ د حسبون امورى بادشاه سيحون او د هغۀ مُلک تاسو له درکوم، په هغۀ حمله وکړئ او د هغۀ مُلک قبضه کړئ.


بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan