1 کله چې د کنعان په جنوبى حِصه کښې د عراد بادشاه واورېدل چې بنى اِسرائيل د اتهارِم په لاره راروان دى، نو هغۀ ورباندې حمله وکړه او څۀ يې ترې نه ونيول.
بيا هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو چې د کنعان جنوبى حِصې ته راغلو.
بيا عماليقيان او کنعانيان لاندې راغلل کوم چې هلته اوسېدل او هغوئ له يې شکست ورکړو او د حُرمه پورې يې وزغلول.
په جنوبى کنعان کښې د عراد بادشاه خبر شو چې اِسرائيليان راروان دى.
سيحون د خپلو ټولو سړو سره د يهض ښار سره نزدې زمونږ سره د جنګ دپاره راووتلو.
حُرمه، عراد،
د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل.
د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.