9 موسىٰ لاړو او امسا يې راواخستله، چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.
خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى.
نو موسىٰ خپله ښځه او زامن واخستل او په يو خر باندې يې سوارۀ کړل او د دوئ سره مِصر ته روان شو، هغه امسا يې هم يوړه چې خُدائ پاک ورته ښودلې وه.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هارون امسا واپس د لوظ صندوق په مخکښې کېږده. باغيانو بنى اِسرائيلو ته به دا د نښې په توګه کېښودلے شى، کۀ د هغوئ غورېدل بند نۀ شى نو هغوئ به مړۀ شى.“