Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 20:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 موسىٰ او هارون د خلقو نه لرې لاړل او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل. هغوئ پړمخې د عبادت دپاره پرېوتل او د مالِک خُدائ د حضور جلال هغوئ ته راڅرګند شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 20:6
15 Iomraidhean Croise  

داؤد فرښته وليده چې پاس په هوا کښې ولاړه وه او تُوره يې د يروشلم تباه کولو دپاره په خپل لاس کښې نيولې وه. بيا داؤد او د خلقو مشران، چا چې د ټاټ جامې اغوستې وې هغه ټول لاندې ټيټ شول او په زمکه يې سجده ولګوله.


چې هارون څنګه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا خبره وکړه او چې هغوئ بيابان ته وکتل، ناڅاپى د مالِک خُدائ جلال په وريځو کښې راښکاره شو.


نو موسىٰ مالِک خُدائ ته مِنت زارى وکړه او وې فرمائيل، ”زۀ دې خلقو سره څۀ وکړم؟ دوئ خو زما سنګسارولو ته تيار دى.“


او مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې لاندې راغلو، د خېمې په دروازه کښې ودرېدلو او هارون او مريم يې راوغوښتل. هغوئ دواړه وروړاندې شول،


ټول قوم وئيل چې هغوئ به سنګسار کړى، خو ناڅاپه خلقو وليدل چې د مالِک خُدائ د حضور جلال د خېمې دپاسه راڅرګند شو.


بيا موسىٰ او هارون د هغه خلقو په وړاندې په زمکه را پرېوتل.


بيا قورح ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ او هارون ته مخامخ ودرېدل. ناڅاپه د مالِک خُدائ د حضور جلال ټول قوم ته راڅرګند شو،


خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل او وې فرمائيل، ”خُدايه پاکه، ټولو خلقو له ژوند تۀ ورکوې. کله چې يو کس ګناه وکړى، نو تۀ ټولو ته په قهر کېږې څۀ؟“


کله چې موسىٰ دا واورېدل، نو هغه د خفګان نه پړمخې پرېوتو.


د هغې نه پس کله چې هغوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف راغونډ شوى وُو، چې هغوئ د خېمې طرف ته وکتل نو وې ليدل چې وريځې خېمه پټه کړې وه او د مالِک خُدائ د حضور جلال راڅرګند شوے وو.


”د دې خلقو نه لرې شه او زۀ سمدستى هغوئ تباه کوم.“ خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل،


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“


يشوَع او د بنى اِسرائيلو مشرانو د غمه جامې وشلولې او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې يې ځانونه په زمکه باندې پړمخې راوغورزول او تر ماښامه پورې هلته پراتۀ وُو، د هغوئ په سرونو کښې خاورې وې چې د هغوئ خفګان ترې نه څرګندېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan