29 د اِسرائيلو ټول قوم ته پته ولګېده چې هارون مړ دے او دېرش ورځې هغوئ د هغۀ په غم غمژن وُو.
هغۀ په اوچه ”زمکه“ نوم کېښودو او په يو ځائ راغونډو شوو اوبو يې ”سمندر“ نوم کېښودو. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
او په رڼا يې ”ورځ“ نوم کېښودو او په تيارۀ يې ”شپه.“ شپه تېره شوه او سحر شو. دا وړومبۍ ورځ وه.
هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل.
چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.
د مړى خرابېدو نه په بچ کولو باندې څلوېښت ورځې ولګېدلې. مِصريان اويا ورځې د هغۀ په غم غمژن وُو.
او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه.
بنى اِسرائيل دېرش ورځې د موآب په مېدانونو کښې په هغۀ پسې غمژن وُو،
نو سموئيل مړ شو او ټول بنى اِسرائيليان راغونډ شول او په هغۀ يې د غم ژړا وکړه. بيا هغوئ هغه په راما کښې په خپل خاندانى قبر کښې ښخ کړو. د هغې نه پس، داؤد د فاران صحرا ته لاړو.