Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 20:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 او موسىٰ د هارون نه د اِمامانو لِباس وويستلو او اِلى‌عزر ته يې ورواغوستلو. هارون هلته د غرۀ په سر باندې مړ شو او موسىٰ او اِلى‌عزر د غرۀ نه راکوز شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 20:28
22 Iomraidhean Croise  

داؤد د بنى اِسرائيلو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو چې د سليمان مدد وکړئ.


دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.


هارون د عمى‌نداب لور اليسبع وادۀ کړه چې هغه د نحشون خور وه، د هغې نه يې ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر پېدا شول.


په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.


او هلته د هارون نه د اِمامانو لِباس وباسه او اِلى‌عزر ته يې ورواچوه. هارون به هلته مړ شى.“


موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هغوئ د ټول قوم په مخکښې د حُور غرۀ ته وختل،


کله چې تۀ هغه وګورې، نو د هارون په شان به تۀ هم مړ شې،


بنى اِسرائيل د يعقان د خلقو د کُوهو نه روان شول او موسيره ته لاړل. او هلته هارون په حق ورسېدو او دفن شو او د هغۀ زوئ اِلى‌عزر د هغۀ په ځائ د اِمام په توګه خِدمت کولو.


نو چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې موسىٰ د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے هلته به د موآب په مُلک کښې مرى نو هم هغه شان وشول.


د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو.


د هارون زوئ اِلى‌عزر مړ شو او په جبعه کښې ښخ شو، دا هغه ښار وو چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې وو او چې د هغۀ زوئ فينحاس له ورکړے شوے وو.


او زۀ به خپل پوره کوشش کوم چې زما د مرګ نه پس به تاسو ته همېشه دا خبرې يادې وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan