27 موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هغوئ د ټول قوم په مخکښې د حُور غرۀ ته وختل،
او هلته د هارون نه د اِمامانو لِباس وباسه او اِلىعزر ته يې ورواچوه. هارون به هلته مړ شى.“
او موسىٰ د هارون نه د اِمامانو لِباس وويستلو او اِلىعزر ته يې ورواغوستلو. هارون هلته د غرۀ په سر باندې مړ شو او موسىٰ او اِلىعزر د غرۀ نه راکوز شول.
بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بېصبره شول