21 ځکه چې ادوميانو بنى اِسرائيل په خپله علاقه کښې تېرېدو ته نۀ پرېښودل، نو بنى اِسرائيل په بله لار لاړل.
اوس د عمون، موآب او ادوم خلقو په مونږ باندې حمله کړې ده. کله چې زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راووتل، نو تا هغوئ له اجازت ورنۀ کړو چې دې مُلکونو ته ورننه وځى، نو زمونږ پلار نيکۀ د دې نه په بله لار لاړل او دا يې تباه نۀ کړل.
خو سيحون بنى اِسرائيلو له اجازت نۀ ورکولو چې د هغۀ د علاقې نه تېر شى. هغۀ خپل ټول لښکر راجمع کړو او په صحرا کښې يهض ته ووتل او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه.
بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بېصبره شول
مونږ پرېږده چې ستا د مُلک نه تېر شُو. مونږ به نېغ روان يُو او د لارې نه به اخوا دېخوا نۀ اوړُو.
او چې د اُردن سيند نه هغه زمکې ته پورې وځو کومه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له راکوى. د عِيسو اولاد په ادوم کښې اوسيږى او موآبيان چې په عار کښې اوسيږى، هغوئ مونږ له اجازت راکړو چې د هغوئ په علاقه کښې تېر شُو.
ادوميانو ته سپک مۀ ګورئ، هغوئ ستاسو خپلوان دى. او مِصريانو ته هم سپک مۀ ګورئ، په يو وخت کښې تاسو د هغوئ په مُلک کښې اوسېدئ.
بيا هغوئ د ادوم بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې اجازت ترې نه وغواړى چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. خو د ادوم بادشاه هغوئ نۀ پرېښودل. هغوئ د موآب بادشاه ته هم ووئيل، خو هغۀ هم پرې نۀ ښودل چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. نو بنى اِسرائيليان په قادِس کښې ايسار شول.
بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه.
چې تاسو له څۀ هم ستاسو معبود کموس درکړى دى نو هغه به ستاسو سره وى. خو چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک مونږ له څۀ هم راکړى دى هغه به زمونږ سره وى.