19 بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ په لويه لاره روان يُو او کۀ مونږ او زمونږ څاروو ستاسو اوبۀ وڅښلې، نو مونږ به د هغې پېسې درکړُو. مونږ صِرف ستاسو په مُلک کښې تېرېدل غواړُو نور هيڅ هم نه.“
سره د ډېرو ګډو، چېلو او څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل.
مونږ چې کوم خوراک وخورو او چې کومې اوبۀ وڅښو نو د هغې پېسې به درکړُو. مونږ صِرف ستاسو د مُلک نه تېرېدل غواړو،
تاسو به خوراک او اوبۀ د هغوئ نه په پېسو اخلئ.
غواګانې د بيتشمس په لاره روانې شوې او سيدها هغه طرف ته لاړې او د لارې نه نۀ اوړېدلې. چې دا روانې وې نو رمباړې يې وهلې. هغه پينځۀ فلستى بادشاهان د بيتشمس د حد پولې پورې ورپسې روان وُو.