18 خو ادوميانو ورته ووئيل، ”تاسو د دې ځائ نه نۀ شئ تېرېدلے. کۀ تاسو داسې وکړل، مونږ به راووځُو او په تاسو به حمله وکړُو.“
بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ په لويه لاره روان يُو او کۀ مونږ او زمونږ څاروو ستاسو اوبۀ وڅښلې، نو مونږ به د هغې پېسې درکړُو. مونږ صِرف ستاسو په مُلک کښې تېرېدل غواړُو نور هيڅ هم نه.“
خو ادوميانو بيا ووئيل، ”تاسو مۀ تېرېږئ.“ او هغوئ د يو طاقتور لښکر سره په بنى اِسرائيلو باندې حملې دپاره راغلل.
خو سيحون بنى اِسرائيلو له اجازت نۀ ورکولو چې د هغۀ د علاقې نه تېر شى. هغۀ خپل ټول لښکر راجمع کړو او په صحرا کښې يهض ته ووتل او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه.
بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بېصبره شول
هغه به په ادوم کښې په خپلو دشمنانو بريالے شى او د هغوئ مُلک به قبضه کړى، او اِسرائيليان به مسلسل بريالى کيږى.
او چې د اُردن سيند نه هغه زمکې ته پورې وځو کومه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له راکوى. د عِيسو اولاد په ادوم کښې اوسيږى او موآبيان چې په عار کښې اوسيږى، هغوئ مونږ له اجازت راکړو چې د هغوئ په علاقه کښې تېر شُو.