Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 20:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 20:1
23 Iomraidhean Croise  

بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل.


د مالِک خُدائ آواز صحراګانې لړزوى، د مالِک خُدائ آواز د قادِس دشته خوځوى.


بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.


د ماشوم خور لږه لرې ولاړه وه او کتل يې چې په هغۀ به څۀ کيږى.


بيا د هغۀ خور د فِرعون د لور نه تپوس وکړو، ”زۀ يو عبرانۍ ښځه راوغواړم څۀ چې دې ماشوم له سينه ورکوى؟“


په جنوبى طرف کښې دا به د تامار نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ نه د لوئ سمندر پورې وى. دا به جنوبى سرحد وى.


ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.


بيا موسىٰ يوه حبشۍ ښځه وادۀ کړه، نو مريم او هارون په دې وجه په هغۀ اِعتراض وکړو.


او کله چې د خېمې نه وريځ اوچته شوه، نو د مريمې څرمن ناڅاپه په سخته بيمارۍ پټه شوه او د واورې په شان سپينه شوه. کله چې هارون ورته وکتل نو وې ليدل چې د هغې څرمن په بيمارۍ پټه وه،


مريم اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شوه او چې تر کومې پورې هغه واپس نۀ وه راوستلے شوې نو خلقو سفر نۀ کولو.


نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل او هغه مُلک يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے.


او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو او هغه مېوه يې ورته وښودله چې کومه يې راوړې وه.


او مونږ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو. او هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او يوه فرښته يې راولېږله، چې د مِصر نه يې راوويستلو. اوس مونږ ستاسو د علاقې سره نزدې په يو ښار قادِس کښې يُو.


د بنى اِسرائيلو ټول قوم د قادِس نه لاړل او د حُور غرۀ ته ورسېدل،


او موسىٰ د هارون نه د اِمامانو لِباس وويستلو او اِلى‌عزر ته يې ورواغوستلو. هارون هلته د غرۀ په سر باندې مړ شو او موسىٰ او اِلى‌عزر د غرۀ نه راکوز شول.


هغۀ د ليوى لور يوکبد وادۀ کړې وه، چې هغه په مِصر کښې پېدا شوې وه. د هغې نه د عُمرام دوه زامن، هارون او موسىٰ او يوه لور مريم پېدا شوه.


ځکه چې تاسو دواړو د صين په صحرا کښې زما د حُکم نه بغاوت کړے وو. کله چې ټول قوم زما خِلاف په مريبه کښې وغورېدو، د هغوئ په مخکښې تاسو زما مقدس طاقت څرګند نۀ کړو.“ مريبه په قادِس کښې د صين په صحرا کښې يوه چينه ده.


نو د هغې نه پس مونږ په قادِس کښې ډېر وخت ايسار وُو.


دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.


ځکه چې د بنى اِسرائيلو په مخکښې تاسو دواړو زما سره بې‌وفائى وکړه. کله چې تاسو د صين په صحرا کښې چې د قادِس ښار سره نزدې دے، د مريبه د چينو سره وئ، نو د خلقو په مخکښې تاسو زما سپکاوے وکړو.


داسې وشول يعنې کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه لاړل، نو هغوئ د صحرا په لاره بحرِقُلزم ته روان شول او قادِس ته راغلل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan