34 بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. هغوئ هر يو د خپلې جنډې لاندې خېمې ودرولې او هر يو د خپلې قبيلې سره روان وو.
نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.
بنى اِسرائيلو ټول کار هم هغه شان سر ته رسولے وو چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل.
او نور اِسرائيليان به قبيله په قبيله خېمې ودروى، هر يو سړے به د خپلې قبيلې سره وى او د خپلې جنډې لاندې به وى.
نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
او اِسرائيليان د سينا د بيابان نه په سفر روان شول. وريځ د فاران په صحرا کښې ايساره شوه.
نو داسې، اِسرائيليان قبيله په قبيله، په دې ترتيب روان وُو، چې کله به هم هغوئ خېمې وړلې او سفر يې کولو.
کله چې اِسرائيليان کېمپ جوړوى، نو هر سړے به د خپل لښکر د جنډې لاندې خېمه ودروى. خېمې به د مقدسې خېمې نه ګېرچاپېره لګولے شى.
هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو، ليويان د نورو بنى اِسرائيلو سره يو ځائ ونۀ شمېرلے شول.
زۀ د بنى اِسرائيلو په راتلونکى وخت پوهېږم په هغوئ به څۀ بدبختى يا مصيبت نۀ راځى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک د هغوئ مل دے، هغوئ اِعلان کوى چې هغه يې بادشاه دے.
او اِسرائيليان يې وليدل چې قبيله په قبيله يې خېمې لګولې وې. نو د خُدائ پاک روح په هغۀ باندې راغلو،
دا د هارون او د موسىٰ د خاندان د هغه وخت خبره ده کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې وکړې.
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.