33 هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو، ليويان د نورو بنى اِسرائيلو سره يو ځائ ونۀ شمېرلے شول.
بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. هغوئ هر يو د خپلې جنډې لاندې خېمې ودرولې او هر يو د خپلې قبيلې سره روان وو.