Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 2:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 بيا دې د اولنو دوه لښکرو او د وروستنو دوه لښکرو په مينځ کښې ليويان روان شى چې مقدسه خېمه يوسى. هر يو لښکر به هم په هغه ترتيب روان وى چې څنګه خېمې ودروى، هر يو به په خپل خپل ځائ د خپلې جنډې لاندې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 2:17
8 Iomraidhean Croise  

بيا به خېمه راکوزه کړے شوه او د جيرسون او مرارى قبيلې به روانې شوې، چې هغوئ به خېمه وړله.


بيا به قُهاتيان روان شول، هغوئ به مقدس سامان وړلو. چې هغوئ به کوم وخت د خېمو بل ځائ ته ورسېدل، نو خېمه به بيا ودرولے شوې وه.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل.


نمرپرېواتۀ طرف ته، څوک چې د اِفرائيم د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د اِفرائيم قبيلې مشر اليسمع زوئ د عميهود، د قبيلې شمېر څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور، د قبيلې شمېر دوه دېرش زره او دوه سوه کسان دى، د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى، د قبيلې شمېر پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او اتۀ زره او سل کسان دى. درېم به د اِفرائيم لښکر روان وى.


موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو نمرخاتۀ طرف ته د مقدسې خېمې په مخکښې خېمې ودرولې. هغوئ د هغه خِدمت ذمه وار وُو چې د بنى اِسرائيلو دپاره په مقدس ځائ کښې کېدلو. بل هر چا چې د دې د کولو کوشش کړے وے نو هغه به وژلے شو.


خو هر يو کار صحيح او ترتيب سره کوئ.


کۀ څۀ هم چې زۀ اوس ستاسو نه لرې يم خو په روح کښې تاسو سره يم، او زۀ په دې خوشحاله يم چې تاسو وګورم چې څومره په ښې طريقې سره ژوند تېروئ او په مسيح باندې ستاسو ايمان پوخ او مضبوط دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan