شمېر 2:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10-16 جنوب طرف ته، څوک چې د روبين د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، د قبيلې شمېر شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د شمعون قبيلې مشر سلومىاېل زوئ د صورىشدى، د قبيلې شمېر يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان دى، د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعواېل، د قبيلې شمېر پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه پنځوس کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او يو پنځوس زره او څلور سوه پنځوس کسان دى. دوېم به د روبين لښکر روان وى. Faic an caibideil |
دا هغه سړى دى چې د خپلو قبيلو مشران دى، کوم چې ستاسو د ملګرتيا دپاره د قوم نه خوښ کړے شوى دى يعنې د روبين د قبيلې نه اليصور د شدِيُور زوئ، د شمعون د قبيلې نه سلومىاېل د صورىشدى زوئ، د يهوداه د قبيلې نه نحشون د عمىنداب زوئ، د يساکار د قبيلې نه نتنىايل د ضُعر زوئ، د زبولون د قبيلې نه اِلياب د حيلون زوئ، د اِفرائيم د قبيلې نه اليسمع د عميهود زوئ، د منسى د قبيلې نه ګملىاېل د فداهصور زوئ، د بنيامين د قبيلې نه ابِدان د جدعونى زوئ، د دان د قبيلې نه اخيعزر د عمىشدى زوئ، د آشر د قبيلې نه فجعىاېل د عکران زوئ، د جاد د قبيلې نه اِلياسف د دعواېل زوئ، د نفتالى قبيلې نه اخيرع د عينان زوئ.