8 چا چې غوا سوزولې وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، خو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.
څوک چې دا وسوزوى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.
هر څوک، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى.
تاسو به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منئ. کوم کس چې د پاکوالى اوبۀ شيندى نو هغه به هم خامخا خپلې جامې وينځى، هر څوک چې دې اوبو له ګوتې وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
د هغې نه پس، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو بيا هغه خېمو ته دننه راتلے شى، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وى.
بيا هغه سړے کوم چې پاک وى هغه به د غوا ايرې راغونډې کړى او د خېمو نه بهر په يو پاک ځائ کښې به يې کېږدى، هلته به دا ايرې د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره ساتلے شى چې د ناپاکۍ د لرې کولو اوبو تيارولو دپاره به استعماليږى. دا رسم به د ګناه د لرې کولو دپاره ادا کيږى.