5 ټوله غوا، سره د څرمنې، غوښې، وينې او کولمو، به د اِمام په مخکښې وسوزولے شى.
توئ شوے يم زۀ لکه اوبو په شان، هډوکى د جوړونو نه مې شوى دى بېځايه. زړۀ زما ويلى شو د موم په شان،
خو د سخى غوښه، څرمن او د هغۀ سوټې د خېمو نه بهر وسوزوه. دا د اِمامانو د ګناه معاف کېدلو دپاره يوه نذرانه ده.
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
بيا به هغه سخے د خېمو نه بهر يوسى او وبه يې سوزوى، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره پېش کړے شوے سخے سوزوى. دا نذرانه د قوم د ګناه د کفارې دپاره ده.