Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 19:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او هغوئ به هغه بيا اِلى‌عزر اِمام له ورکړى. هغه به د خېمو نه بهر بوتلے شى او د هغۀ په مخکښې به حلاله کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 19:3
11 Iomraidhean Croise  

کوم غوَيے او چېلے چې د ګناه د نذرانې دپاره استعمال شوى وُو چې وينه يې د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره زيات مقدس ځائ ته راوړلے شوې وه، دا به د کېمپ نه بهر وړلے شى او سوزولے به شى. څرمن، غوښه او کولمې هر څۀ به سوزولے شى.


”دا سړے د خېمو نه بهر بوځئ. هر چا چې د هغۀ کنځل اورېدلى وى نو هغه به خپل لاس د هغه سړى په سر د ګواهۍ ورکولو دپاره کېږدى او بيا به ټول قوم هغه سنګسار کړى.


خو هغه به د دې څرمن، ټوله غوښه، سر، پښې، دنننى اندامونه سره د کولمو،


دا هر څۀ به د خېمو نه بهر هغه پاک ځائ ته يوسى چرته چې ايره غورزولے کيږى، نو هلته دې يې هغه د لرګو په اور باندې وسوزوى.


بيا به هغه سخے د خېمو نه بهر يوسى او وبه يې سوزوى، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره پېش کړے شوے سخے سوزوى. دا نذرانه د قوم د ګناه د کفارې دپاره ده.


نو ټول قوم هغه د خېمو نه بهر بوتلو او سنګسار يې کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.


بيا هغه سړے کوم چې پاک وى هغه به د غوا ايرې راغونډې کړى او د خېمو نه بهر په يو پاک ځائ کښې به يې کېږدى، هلته به دا ايرې د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره ساتلے شى چې د ناپاکۍ د لرې کولو اوبو تيارولو دپاره به استعماليږى. دا رسم به د ګناه د لرې کولو دپاره ادا کيږى.


خو ندب او ابيهُو هغه وخت ووژلے شول چې کله هغوئ د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو چې د هغې اجازت نۀ وو. د هغوئ هيڅ اولاد نۀ وو، نو اِلى‌عزر او اِتمر د خپل پلار هارون په ژوندون کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.


”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى او هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan