Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 19:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 تاسو به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منئ. کوم کس چې د پاکوالى اوبۀ شيندى نو هغه به هم خامخا خپلې جامې وينځى، هر څوک چې دې اوبو له ګوتې وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 19:21
12 Iomraidhean Croise  

هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.


کۀ هر څوک د دې ځناور څۀ غوښه وخورى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى، هر څوک چې دا مړۀ ځناور يوسى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.


صِرف ليويان به د خېمې خيال ساتى او د دې پوره ذمه وارى به تر سره کوى. دا قانون به د همېشه دپاره ستاسو د اولاد دپاره هم وى. د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به ليويانو ته هيڅ زمکه نۀ ملاويږى چې خپله يې شى،


چا چې ايرې راټولې کړې وى هغه به خامخا خپلې جامې وينځى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. دا اصُول د راتلونکى ټولو وختونو دپاره دى، دا به د بنى اِسرائيلو او د پردى مُلک د خلقو دپاره وى چې د هغوئ سره اوسيږى.


د هغې نه پس، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو بيا هغه خېمو ته دننه راتلے شى، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وى.


چا چې غوا سوزولې وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، خو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.


ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى.


ځکه چې شريعت هيڅ څيز کامِل کړے نۀ دے، او د هغې په ځائ يو قوى اُميد جوړ کړے شو چې د هغۀ په وسيله مونږ خُدائ پاک ته نزدې ورتلے شُو.


بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan