Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 19:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 هر څوک چې ناپاک شوے وى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک پاتې شى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او نور به د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 19:20
13 Iomraidhean Croise  

خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“


کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکړه چې څوک ناپاک وى هغه به لرې اوسيږى، نو د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې بې‌عزتى به نۀ کيږى، کومه چې د خېمو په مينځ کښې ده. کۀ هغوئ بې‌عزتى وکړه، نو مړۀ به شى.


کۀ هغۀ داسې ونۀ کړل، نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


د هارون د اولاد يو کس هم دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې په هغۀ د جذام بيمارى وى يا د هغۀ د بدن نه څۀ وځى چې ترڅو پورې هغه پاک شوے نۀ وى. هر هغه اِمام ناپاک دے چې هغه داسې څۀ څيز له لاس وروړى چې هغه د يو مړى سره د لګېدو په وجه ناپاک وى يا د هغۀ د ذکر نه اوبۀ وځى


خو کۀ يو کس قصداً ګناه وکړى، کۀ هغه د خپل مُلک يا د پردى مُلک وى، نو د ګناه په وجه هغۀ د مالِک خُدائ بې‌عزتى کړې ده او هغه به وژلے شى،


هر څوک چې د مړى سره ولګى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک وى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


خو چې څوک پاک وى او لرې سفر کښې نۀ وى او هغه د فسحې اختر ونۀ کړى، نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے، ځکه چې هغۀ ما ته په مقرر وخت باندې نذرانه پېش نۀ کړه. هغۀ ته به خامخا د خپلې ګناه سزا مِلاو شى.


هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى.


په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بې‌داغه او بې‌عېبه يئ.


څوک چې بدکاران دى، پرېږده چې بدکارونه کوى، څوک چې پليت دى، پرېږدئ چې په خپله پليتۍ کښې آخته وى. څوک چې صادقان دى هغه دې په خپل صداقت کښې پاتې شى او څوک چې پاک وى هغوئ دې پاک پاتې شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan