2 ”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايئ، چې هغوئ تاسو له يوه سره غوا راولى چې لنګتون يې نۀ وى کړے او هيڅ عېب په کښې نۀ وى او يوې ورباندې هيڅکله هم نۀ وى شوې،
تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
زما سرکشى يو جغ پورې تړلے شوې وه او د هغۀ لاسونو دا تړلى وُو. هغه زما په غاړه بار شو او زما زور يې ختم کړو. مالِک زۀ هغوئ ته حواله کړمه د چا چې زۀ مقابله نۀ شم کولے.
کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.
هغه به ژوندے مارغۀ د دِيار د لرګى، د تک سور تار او د وېلنى سره، د هغۀ مارغۀ په وينه کښې ډُوب کړى کوم چې حلال شوے وى.
مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،
بيا به هغه د دِيار لرګے، څۀ وېلنى او يو سور تار راوړى او دا به په اور کښې واچوى چرته چې غوا سوزيږى.
اِلىعزر اِمام هغه سړو ته وفرمائيل کوم چې د جنګ نه راواپس شوى وُو، ”دا هغه اصُول دى چې مالِک خُدائ يې موسىٰ ته حُکم کړے وو.
فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.
نو چې چرته مړے موندلے شوے وى د هغه نزدې ښار مشران به يوه سخۍ خوښه کړى چې هيڅ کار ترې نه نۀ وى اخستے شوے او نۀ يې جغ راښکلے وى.
ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بېداغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.
بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.
بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو.
”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“
او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.
نو يوه نوې ګاډۍ او دوه غواګانې تيارې کړئ چې اوس اوس يې بچى شوى وى او چې هيڅکله جغ ورپورې نۀ وى تړلے شوے، ګاډۍ په دې غواګانو پورې وتړئ او سخى يې واپس ديرې ته وشړئ.