Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 19:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 يو پاک سړے به وېلنے واخلى، په اوبو کښې به يې ډُوب کړى او اوبۀ به په خېمه، د هغې په ټول سامان او په هغه خلقو وشيندى چې کوم هلته وى او په هغه سړى باندې به اوبۀ وشيندى کوم چې د بنى آدم هډُوکى، مړى، يا قبر له ګوتې وروړې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 19:18
13 Iomraidhean Croise  

تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.


زما د ګناهونو نه مخ واړوه، زما بدۍ ټولې صفا کړه.


اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.


کومه غوا چې د ګناه د لرې کولو دپاره سوزولے شوې وه د هغې نه لږې ايرې به د ناپاکۍ لرې کولو دپاره واخستلے شى او په يو لوښى کښې به واچولے شى او روانې اوبۀ په کښې واچوئ.


پاک سړے به په ناپاک سړى باندې په درېمه او په اوومه ورځ باندې اوبۀ وشيندى. او په اوومه ورځ به هغه ناپاک سړے پاک کړى، د نمرپرېواتو په وخت د خپلو جامو وينځلو او په ځان اوبۀ اچولو نه پس به پاک شى.


بيا هغه سړے کوم چې پاک وى هغه به د غوا ايرې راغونډې کړى او د خېمو نه بهر په يو پاک ځائ کښې به يې کېږدى، هلته به دا ايرې د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره ساتلے شى چې د ناپاکۍ د لرې کولو اوبو تيارولو دپاره به استعماليږى. دا رسم به د ګناه د لرې کولو دپاره ادا کيږى.


دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.


او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.


خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،


نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.


ځکه چې کله موسىٰ ټول اُمت ته د شريعت هر يو حُکم واورولو نو هغۀ د سخو او چېلو وينه د اوبو او سرې وړۍ او د ويلنې سره راواخسته او په خپله يې په هغه کِتاب او په ټول اُمت ونوستله،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan