16 کۀ څوک داسې کس له ګوتې وروړى چې قتل شوے وى يا د کور نه بهر په خپل مرګ مړ وى يا کۀ څوک د بنى آدم هډُوکى يا قبر له ګوتې وروړى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.
د پاکېدو نه وروستو، هغه به اووۀ ورځې انتظار کوى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې د هارون د خاندان اِمامانو ته ووايه، ”کله چې د هغوئ يو خپلوان مړ شى نو د هغۀ په جنازه کښې شريکېدو په وجه به اِمام خپل ځان نۀ ناپاک کوى،
هر څوک چې د مړى سره ولګى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
په خېمه کښې هر لوښے چې سر ورباندې نۀ وى هغه به هم ناپاک وى.
نو ستاسو هر يو کس چې څوک يې وژلے وى يا د يو مړى سره لګېدلے وى نو هغه به اووۀ ورځې د خېمو نه بهر ايساريږى. په درېمه او په اوومه ورځ به خپل ځانونه او هغه ښځې پاکې کړئ چې کومې مو نيولې دى.
”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى او هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى.
د هغوئ وېښتۀ د دې نښه ده چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى، نو هغوئ به مړى ته نزدې کېدو په وجه خپل ځانونه نۀ ناپاکوى، کۀ هغه يې پلار، مور، ورور يا خور هم وى.
خو څۀ خلق ناپاک وُو ځکه چې هغوئ د مړى سره لګېدلى وُو او هغوئ په هغه ورځ د فسحې اختر نۀ شو کولے. هغوئ موسىٰ او هارون له لاړل
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. ستاسو مِثال د هغه قبرونو دے چې بهر سپين کړى او ښائسته ښکارى خو دننه د مړو د هډوکو او د نورې ګندګۍ نه ډک وى.
افسوس چې تاسو د هغه قبرونو په شان يئ چې نښه يې نۀ معلوميږى او خلق پرې په بېخيالۍ سره دپاسه ګرځى.“