14 کۀ يو سړے په خېمه کښې مړ شى، هر څوک چې د هغۀ د مرګ په وخت په خېمه کښې وى يا ورننوځى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
تر اوو مياشتو پورې به د بنى اِسرائيلو قوم هغوئ ښخوى د دې دپاره چې زمکه ترې صفا کړى.
د پاکېدو نه وروستو، هغه به اووۀ ورځې انتظار کوى.
دا قانون د جذام بيمارۍ او خارښت په حقله دے،
دا اصُول د هغه سړى په حقله دى چې د ذکر نه يې اوبۀ يا منى ځى،
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې د هارون د خاندان اِمامانو ته ووايه، ”کله چې د هغوئ يو خپلوان مړ شى نو د هغۀ په جنازه کښې شريکېدو په وجه به اِمام خپل ځان نۀ ناپاک کوى،
هغه ما ته وقف شوے دے او هغه به خپل ځان نۀ ناپاک کوى او نۀ به زما د مقدسې خېمې بېعزتى کوى چې هغه پرېږدى او هلته لاړ شى چې چرته مړے وى، تر دې پورې کۀ هغه يې خپل مور او پلار هم وى.
هر څوک چې د مړى سره ولګى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک وى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
په خېمه کښې هر لوښے چې سر ورباندې نۀ وى هغه به هم ناپاک وى.
تاسو به خپلې ټولې کپړې او څرمنې، د چېلو ټولې وړۍ او د لرګى نه جوړ شوے هر څيز پاک کړئ.“
”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى او هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى.
د هغوئ وېښتۀ د دې نښه ده چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى، نو هغوئ به مړى ته نزدې کېدو په وجه خپل ځانونه نۀ ناپاکوى، کۀ هغه يې پلار، مور، ورور يا خور هم وى.
کۀ د هغۀ وقف شوى وېښتۀ داسې ناپاک شى چې هغه د يو داسې کس په خوا کښې وى چې ناڅاپه مړ شى، نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار وکړى او بيا به خپل وېښتۀ کل کړى، او هغه به پاک شى.
خو څۀ خلق ناپاک وُو ځکه چې هغوئ د مړى سره لګېدلى وُو او هغوئ په هغه ورځ د فسحې اختر نۀ شو کولے. هغوئ موسىٰ او هارون له لاړل