12 هغه به خامخا په درېمه ورځ او په اوومه ورځ خپل ځان د پاکوالى په اوبو باندې پاک کړى، نو هغه به پاک شى. خو کۀ هغه په درېمه ورځ او په اوومه ورځ باندې خپل ځان پاک نۀ کړى، نو هغه به پاک نۀ وى.
تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.
او په درېمه ورځ دې تيار اوسيږى. په هغه ورځ به زۀ د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې د سينا غرۀ ته راکوز شم.
او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د درېمې ورځې دپاره ځانونه تيار کړئ او په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو.
هغه به اووۀ ځله هغه وينه په هغه سړى باندې وشيندى کوم چې د جذام د بيمارۍ نه پاکولے شى او بيا به هغه اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. هغه به ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې په هوا کښې والوځى.
څۀ غوښه چې پاتې وى نو هغه دې په درېمه ورځ وسوزولے شى.
نو ستاسو هر يو کس چې څوک يې وژلے وى يا د يو مړى سره لګېدلے وى نو هغه به اووۀ ورځې د خېمو نه بهر ايساريږى. په درېمه او په اوومه ورځ به خپل ځانونه او هغه ښځې پاکې کړئ چې کومې مو نيولې دى.
هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.