6 زۀ هغه څوک يم چا چې ستا خپلوان ليويان ستا دپاره د يوې تُحفې په توګه د بنى اِسرائيلو نه خوښ کړى دى. هغوئ ما ته وقف دى، چې هغوئ په خېمه کښې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړى.
ګوره، زۀ به يو سېلاب راولم چې په زمکه ټول مخلوق تباه شى. هر ساه لرونکے څيز به مړ شى،
”ګورئ، اوس زۀ تاسو او ستاسو د اولاد سره دا لوظ کوم،
زۀ به د مِصريانو زړونه دومره سخت کړم چې هغوئ به په تاسو پسې درشى، نو په فِرعون، د هغۀ په لښکر، جنګى ګاډو او د هغۀ په آسونو سوارو کسانو فتح موندلو په وجه به زما عزت وشى.
او ګوره، ما اهلياب هم خوښ کړے دے چې د اخيسمک زوئ دے او د دان د قبيلې نه دے، چې هغوئ يو ځائ کار وکړى. ما نورو ټولو هُنرمندو له هم لوئ قابليت ورکړے دے، چې هغوئ هغه څۀ جوړ کړى چې ما حُکم ورکړے دے،
زۀ هغه څوک يم چې هغۀ ته مې آواز وکړو او راومې غوښتلو، د هغۀ مې لارښودنه وکړه او هغه به کاميابيږى.
”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟
”مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به په خپله د خپلو ګډو لټون وکړم او هغوئ به راپېدا کړم او د هغوئ خيال به ساتم.
نو په دې وجه هغوئ ته، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ګورئ، زۀ په خپله به د څُرب ګډ او مانده ګډ په مينځ کښې عدالت وکړم.
”ليويان دې اوس زما شى. کله چې ما د مِصريانو وړومبى پېدا شوى نران ووژل، نو د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او وړومبے پېدا شوے ځناور وقف کړے شول چې زما شى. خو اوس د بنى اِسرائيلو د مشرانو زامنو په ځائ ليويان به زما شى. زۀ مالِک خُدائ يم.“
”اوس د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان وقف کړه چې زما شى او د بنى اِسرائيلو د وړومبو پېدا شوو څاروو په ځائ د ليويانو څاروى وقف کړه. زۀ مالِک خُدائ يم.
”د ليويانو قبيله نزدې راوله او هغوئ د هارون اِمام دپاره خِدمتګاران مقرر کړه.
ليويان د هارون او د هغۀ د زامنو د خِدمت دپاره وقف شوى دى.