Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 18:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 يواځې تۀ او ستا زامن به د مقدس ځائ او د قربان‌ګاه ذمه وارۍ پوره کوئ، نو داسې به زۀ بيا بنى اِسرائيلو ته نۀ په قهر کېږم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 18:5
25 Iomraidhean Croise  

دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.


هغوئ له د مالِک خُدائ د حضور خېمې او کور د خيال ساتلو او د هغوئ د خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو د مدد کولو ذمه وارۍ ورکړے شوې وې، چې دا ذمه وارۍ د مالِک خُدائ د کور په خِدمت کښې ادا کېدې.


د اِلى‌عزر او اِتمر دواړو په اولاد کښې د مالِک خُدائ په کور کښې د خِدمت دپاره تکړه آفسران او اِمامان وُو نو ټولې ذمه وارۍ مختلفو ډلو ته د پچې په ذريعه حواله شوې وې.


د قورې زوئ او د ابى‌آسف نمسے سلوم، سره د خپلو خلقو چې د قورح ډله وه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو ځائ حِفاظت ذمه وار وُو، لکه څنګه چې مخکښې د هغوئ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ د اوسېدو د ځائ د حِفاظت ذمه وار وُو.


هغوئ او د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ د خېمې د دروازو د حِفاظت ذمه وار وُو.


د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو.


هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.


نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج د يروشلم د نبيانو په حقله داسې فرمائى، ”زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره تريخ خوراک او د څښلو دپاره به ورله د زهرو اوبۀ ورکړم، ځکه چې د يروشلم د نبيانو په وجه، په ټول مُلک کښې بې‌دينى خوره شوې ده.“


”خو هغه اِمامان، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى او چا چې په وفادارۍ سره زما د مقدس کور خِدمت وکړو کله چې بنى اِسرائيل زما نه بې‌لارې شول، هغوئ به نزدې راشى زما د وړاندې به خِدمت وکړى، هغوئ به د وازګو او وينې قربانۍ پېش کولو دپاره زما په وړاندې ودريږى، مالِک خُدائ دا فرمائى.


صرف هغوئ به زما مقدس مقام ته رادننه شى، يواځې هغوئ به زما مېز ته نزدې راشى او زما په حضور کښې به خِدمت کوى او زما د فرائضو ذمه وارى به سمبالوى.


بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلى‌عزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے.


هارون به هر ماښام دا ډيوې بلوى او تر سحره پورې به يې بلې ساتى، چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د پړدې نه بهر د لوظ صندوق ته مخامخ دى، دا ډيوټ په زيات مقدس ځائ کښې دے. دا اصُول دې په راتلونکى ټولو وختونو کښې منلے شى.


”زما غصه د شپونکو خلاف زياته شوې ده، او زۀ به حکمرانانو له سزا ورکړم، ځکه چې مالِک خُدائ به د خپلې رمې حفاظت کوى، د يهوداه د قوم، او هغوئ به لکه د جنګ د فخر آس جوړ کړى.


خو ليويان زما د حضور مقدسې خېمې او د دې د ټول سامان مشران مقرر کړه. هغوئ به خېمه او د دې سامان وړى، خِدمت به کوى او د دې نه ګېرچاپېره به خېمې لګوى.


خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“


او موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”خپل مجمر واخله، د قربان‌ګاه نه په کښې ژوندى سکارۀ واچوه او په سکارو باندې لږه خوشبوئى واچوه. بيا خلقو له په منډه لاړ شه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه. زر شه. مالِک خُدائ په قهر دے او تباهى د مخکښې نه شروع شوې ده.“


هغوئ به تا سره کار کوى او په خېمه کښې به د خِدمت خپلې ټولې ذمه وارۍ پوره کوى، خو چې چا ته اجازت نۀ وى نو هغه کس به تا سره خِدمت نۀ شى کولے.


”قُهاتيان مۀ پرېږدئ


او ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه د هارون او د هغۀ زامنو په حواله کوم چې په مقدسه خېمه کښې د بنى اِسرائيلو دپاره خِدمت وکړى او هغوئ به د بنى اِسرائيلو دپاره کفاره ادا کوى چې کله هغوئ مقدس ځائ ته ډېر نزدې راشى نو چې وبا يې هلاک نۀ کړى.“


”هارون ته ووايه چې کله هغه اووۀ ډيوې په ډيوټ باندې کېږدى، نو هغه به يې داسې کېږدى چې د ډيوټ مخې ته رڼا ورکوى.“


اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،


کۀ زما په درتلو کښې ډيل وشى نو چې تاسو خبر يئ چې د خُدائ پاک په کور کښې مونږ له څنګه سلوک په کار دے، يعنې د ژوندى خُدائ پاک په جماعت کښې کوم چې د حق ستن او بنياد دے.


زۀ د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا له حُکم درکوم او تاکيد کوم چې په دې هداياتو بغېر د تعصب نه عمل کوه او د هيچا طرفدارى مۀ کوه.


اے تيموتيوسه، د هغه څۀ حفاظت کوه کوم چې تا ته حواله شوے دے. او د هغه عبثو او فضولو خبرو نه لرې اوسه کوم ته چې تش په نامه عِلم وئيل کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan