4 هغوئ به تا سره کار کوى او په خېمه کښې به د خِدمت خپلې ټولې ذمه وارۍ پوره کوى، خو چې چا ته اجازت نۀ وى نو هغه کس به تا سره خِدمت نۀ شى کولے.
خو بيا هم به زۀ هغوئ ته د خُدائ د کور خِدمت او د هغه ټول کار ذمه وارى ورکړم چې په دې کښې کول په کار دى.“
هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته اوړئ نو ليويان به مقدسه خېمه راټولوى او په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى.
خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“
هغوئ به ستا او د خېمې دپاره خپلې ذمه وارۍ پوره کوى، خو هغوئ دې په مقدس ځائ کښې مقدس سامان او قربان ګاه ته نۀ ور نزدې کيږى. کۀ هغوئ داسې وکړل، نو تۀ او هغوئ به ووژلے شئ.
يواځې تۀ او ستا زامن به د مقدس ځائ او د قربانګاه ذمه وارۍ پوره کوئ، نو داسې به زۀ بيا بنى اِسرائيلو ته نۀ په قهر کېږم.
تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې چې د اِمامانو په توګه ذمه وارى پوره کړى، بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته د ورنزدې کېدلو کوشش وکړى نو هغه به ووژلے شى.“
کومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړے شوى وى د هغې نه، د هر پنځوسو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه د هر پنځوسو نه يو جدا کړئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار دى.“
د هغې نه پس، هغه د خپل هغه ليوى سره مدد کولے شى کوم چې په خېمه کښې خپله ذمه وارى ادا کوى، خو په خپله به هيڅ خِدمت نۀ کوى. نو داسې به تاسو ليويانو ته ذمه وارۍ حواله کوئ.“
مالِک خُدائ د بيتشمس اويا سړى ووژل ځکه چې هغوئ د لوظ صندوق ته دننه کتلى وُو. او خلقو ماتم وکړو ځکه چې مالِک خُدائ په هغوئ دومره لويه تباهى راوستلې وه.