30 نو هم داسې ليويانو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو ښۀ حِصه د نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا به تاسو دپاره داسې حساب شى لکه چې تاسو يې د خپل درمند يا د انګورو لنګرۍ نه ورکوئ.
خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام.
چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.
کله چې اِمامان مقررولے شى هغه د ګډ پوښتۍ او پتُون کوم چې د مقررولو دپاره استعماليږى هغه به اوچت کړے شى او د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره به بېل کړے شى.
کله چې تاسو ړاندۀ څاروى د قربانۍ دپاره راولئ، آيا دا غلط کار نۀ دے؟ کله چې تاسو ګوډ يا بيمار څاروى قربانى کوئ، آيا دا غلط کار نۀ دے څۀ؟ کۀ تاسو دا کوشش وکړئ چې دا خپل حکمران ته پېش کړئ، آيا هغه به تاسو نه خوشحاله شى څۀ؟ آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
چې څۀ تاسو ته ملاويږى نو د هغې د ټولو نه ښۀ حِصه مالِک خُدائ له ورکوئ.
تاسو او ستاسو خاندان هغه پاتې شوې برخه په هر ځائ کښې خوړلے شئ، ځکه چې دا ستاسو د مقدسې خېمې د خِدمت مزدورى ده.
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.