Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 18:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ به ستا او د خېمې دپاره خپلې ذمه وارۍ پوره کوى، خو هغوئ دې په مقدس ځائ کښې مقدس سامان او قربان ګاه ته نۀ ور نزدې کيږى. کۀ هغوئ داسې وکړل، نو تۀ او هغوئ به ووژلے شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 18:3
12 Iomraidhean Croise  

هغوئ به نور د اِمامانو په توګه زما د خِدمت دپاره نزدې نۀ راځى او نۀ به زما مقدسو څيزونو له نزدې راځى او نۀ به زما ډېرو مقدسو نذرانو ته نزدې کيږى، هغوئ به ضرور د خپلو حرامو کارونو شرم وزغمى.


هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته اوړئ نو ليويان به مقدسه خېمه راټولوى او په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى.


خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“


دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلى‌عزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.


هغوئ به تا سره کار کوى او په خېمه کښې به د خِدمت خپلې ټولې ذمه وارۍ پوره کوى، خو چې چا ته اجازت نۀ وى نو هغه کس به تا سره خِدمت نۀ شى کولے.


خو يواځې تۀ او ستا زامن به د اِمامت هغه ذمه وارۍ پوره کوئ کومې چې د قربان‌ګاه او د زيات مقدس ځائ سره تعلق لرى. دا ستاسو ذمه وارۍ دى، ځکه چې ما تاسو له د اِمامت تُحفه درکړې ده. هر څوک چې حقدار نۀ وى او نزدې راشى نو هغه به ووژلے شى.“


هغوئ د مقدسې خېمې دنننۍ پړدې، پاسنۍ پړدې، د ننوتلو دروازې د پړدې د خيال ساتلو ذمه وار وُو،


د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربان‌ګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


کومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړے شوى وى د هغې نه، د هر پنځوسو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه د هر پنځوسو نه يو جدا کړئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار دى.“


کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan