Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 18:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 دا خاص برخه به د هغې نذرانې برابره ګڼلے شى کومه نذرانه چې زميندار د نوى فصل او د انګورو د لنګرۍ نه د نوؤ شرابو نه پېش کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 18:27
9 Iomraidhean Croise  

چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.


هغۀ ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ چې ستا مدد نۀ کوى، نو زۀ دې څنګه مدد وکړم؟ ما سره نه د درمند خوراک شته او نۀ د انګورو د لنګرۍ نه مے شته؟


کله چې تاسو روټۍ پخوئ، نو د نوې غلې د وړومبۍ پېړې روټۍ به مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. دا به هم هغه شان پېش کولے شى چې څنګه تاسو په درمند کښې صفا شوې غله د خاص برخې په توګه پېش کوئ.


چې ليويانو ته ووايه، ”کله چې تاسو د بنى اِسرائيلو نه لسمه حِصه اخلئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى، نو تاسو به د دې لسمه حِصه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کوئ.


نو تاسو به مالِک خُدائ ته يوه خاص برخه هم پېش کوئ کومه چې تاسو د بنى اِسرائيلو د لسمې حِصې نه اخلئ. دا برخه به تاسو د مالِک خُدائ دپاره هارون اِمام له ورکوئ.


نو هم داسې ليويانو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو ښۀ حِصه د نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا به تاسو دپاره داسې حساب شى لکه چې تاسو يې د خپل درمند يا د انګورو لنګرۍ نه ورکوئ.


چې مالِک خُدائ تاسو له کوم برکت درکړې وى نو د خپلو ګډو، غلې او د انګورو لنګرۍ نه ډېر څۀ ورکړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan