26 چې ليويانو ته ووايه، ”کله چې تاسو د بنى اِسرائيلو نه لسمه حِصه اخلئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى، نو تاسو به د دې لسمه حِصه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کوئ.
کله چې لسمه حِصه راټولولے شى نو د هارون د اولاد اِمامان به ليويانو سره وى. او د هغه ټولې راټولې شوې لسمې حِصې نه به ليويان لسمه حِصه د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته يوسى.
بنى اِسرائيل او ليويان به د فصل، ميو او د زيتُونو تېلو برخې هغه ګودامونو ته يوسى چرته چې د خُدائ پاک د کور سامان کېښودلے شى او چرته چې اِمامان، د دروازو څوکيداران او سندرغاړى حاضر وى. مونږ به زمونږ د خُدائ پاک د کور نه مخ نۀ اړوُو.
په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو چې کومه روټۍ پخوئ نو دا نذرانه به مالِک خُدائ له ورکوئ.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما ليويانو له هره لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى. دا د هغوئ دپاره زما د حضور د خېمې د خِدمت کولو مزدورى ده.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
دا خاص برخه به د هغې نذرانې برابره ګڼلے شى کومه نذرانه چې زميندار د نوى فصل او د انګورو د لنګرۍ نه د نوؤ شرابو نه پېش کوى.
او هر څوک چې د ليوى اولاد وى هغوئ ته به اِمامت ملاويږى او په شريعت کښې هغوئ ته دا حکم دے چې د هغه خلقو نه چې د هغوئ د خپل قوم نه دى هم لسمه حِصه راغونډه کړى، کۀ څۀ هم چې هغوئ د اِبراهيم اولاد هم وى.