Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 18:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 ځکه چې ما هغوئ له لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته د خاص برخې په توګه پېش کوى. نو دا ځکه ما هغوئ ته وفرمائيل چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به د هغوئ جائيداد نۀ وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 18:24
10 Iomraidhean Croise  

کله چې لسمه حِصه راټولولے شى نو د هارون د اولاد اِمامان به ليويانو سره وى. او د هغه ټولې راټولې شوې لسمې حِصې نه به ليويان لسمه حِصه د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته يوسى.


بيا ټول بنى اِسرائيليان يو ځل بيا شروع شول چې د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته خپل د غلې لسمه حِصه، مے او د زيتُونو تېل راوړى.


د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


چې ليويانو ته ووايه، ”کله چې تاسو د بنى اِسرائيلو نه لسمه حِصه اخلئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى، نو تاسو به د دې لسمه حِصه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کوئ.


د نرانو ليويانو شمېر درويشت زره وو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. هغوئ د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا وشمېرلے شول، ځکه چې هغوئ ته د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې جائيداد نۀ مِلاوېدو.


نو د ليوى قبيلې ته د نورو قبيلو په شان زمکه مِلاو نۀ شوه، مالِک خُدائ په خپله د هغوئ ميراث وو هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې وه.


په هر درېم کال ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له د خپلو فصلونو لسمه برخه ورکوئ، نو داسې ستاسو په هره علاقه کښې به د خوراک ضرورى څيزونه ملاويږى. کله چې تاسو دا وکړئ،


موسىٰ د ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ زمکه نۀ وه ورکړې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې ليويانو ته به د خپلې برخې په توګه هغه قربانۍ ملاويږى کومې چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته په قربان‌ګاه باندې سوزولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan