شمېر 18:20 - Pakistani Yousafzai Pashto20 مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته به هيڅ جائيداد نۀ ملاويږى چې ستا ميراث شى او د بنى اِسرائيلو د مُلک هيڅ حِصه به تا ته نۀ حواله کيږى. زۀ مالِک خُدائ، ستا دپاره کافى يم.“ Faic an caibideil |
خو ليويانو ته به ستاسو نورو قبيلو سره د زمکې ميراث نۀ ملاويږى، ځکه چې د هغوئ برخه دا ده چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. او د جاد، روبين او د منسى قبيلو ته به نوره زمکه نۀ ملاويږى ځکه چې د مخکښې نه هغوئ ته خپله زمکه د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړې ده.“