2 د ليوى قبيلې خپل خپلوان هم د ځان سره راوله، چې تا سره په کار کښې مدد وکړى، په هغه وخت کښې چې تۀ او ستا زامن په خېمه کښې خِدمت کوى.
هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه او د هغې يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”زما د خاوند زړۀ به اوس په ما پورې نور هم تړلے وى، ځکه چې زما نه د هغۀ درې زامن پېدا شول.“ نو د هغۀ نوم يې ليوى کېښودو.
هغوئ د خُدائ پاک د خِدمتګار موسىٰ د شريعت په مطابق د مالِک خُدائ په کور کښې په خپلو ځايونو باندې ودرېدل. ليويانو د قربانۍ وينه اِمامانو له ورکړه، چې هغوئ دا په قربانګاه باندې وشيندله.
هغوئ دې زما په مقدس کور کښې خِدمت وکړى، د خُدائ د کور د دروازو ذمه وارى دې واخلى او په دې کښې دې خِدمت کوى، هغوئ دې سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ د خلقو دپاره حلالې کړى او د خلقو په وړاندې دې ودريږى او د هغوئ خِدمت دې وکړى.
”خو هغه اِمامان، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى او چا چې په وفادارۍ سره زما د مقدس کور خِدمت وکړو کله چې بنى اِسرائيل زما نه بېلارې شول، هغوئ به نزدې راشى زما د وړاندې به خِدمت وکړى، هغوئ به د وازګو او وينې قربانۍ پېش کولو دپاره زما په وړاندې ودريږى، مالِک خُدائ دا فرمائى.
او تاسو به پوهه شئ چې ما تاسو ته دا حکم درلېږلے دے چې زما لوظ به د ليويانو سره جارى وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“
دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربانګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلىعزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.
بيا موسىٰ هغه ټولې امساګانې په خېمه کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې کېښودې.
هغوئ به تا سره کار کوى او په خېمه کښې به د خِدمت خپلې ټولې ذمه وارۍ پوره کوى، خو چې چا ته اجازت نۀ وى نو هغه کس به تا سره خِدمت نۀ شى کولے.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.
او ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه د هارون او د هغۀ زامنو په حواله کوم چې په مقدسه خېمه کښې د بنى اِسرائيلو دپاره خِدمت وکړى او هغوئ به د بنى اِسرائيلو دپاره کفاره ادا کوى چې کله هغوئ مقدس ځائ ته ډېر نزدې راشى نو چې وبا يې هلاک نۀ کړى.“
خلقو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ د ليويانو په حقله موسىٰ ته حُکم کړے وو. نو ليويان په مقدسه خېمه کښې د خِدمت کولو دپاره د هارون او د هغۀ زامنو د مشرۍ لاندې لاړل.
هر کله چې دا څيزونه دغه شان تيار کړے شول نو اولنۍ خېمې ته به اِمامان همېشه وخت په وخت ورننوتل او خپل د عبادت کار به يې کولو.