19 کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“
د دې نه علاوه، بادشاه د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې هغه نذرانې راوړى چې دا اِمامانو او ليويانو حق جوړېدو، نو چې داسې هغوئ هر وخت د مالِک خُدائ قانون ته وقف وى.