هر يو وړومبے پېدا شوے ماشوم يا ځناور چې اِسرائيليان يې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. خو تاسو به خامخا هر وړومبے پېدا شوے ماشوم واپس اخلئ او هر وړومبے پېدا شوے ځناور به هم واپس اخلئ کوم چې ناپاک وى.
خو د غواګانو، ګډو او چېلو وړومبے پېدا شوے بچے به واپس نۀ شى اخستلے، دا به په پوره توګه زما وى او دا به قربانيږى. وينه يې په قربانګاه باندې وشيندئ او وازګه يې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه وسوزوئ، د دې خوشبو په ما باندې ښۀ لګى.