Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 18:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 هر يو وړومبے پېدا شوے ماشوم يا ځناور چې اِسرائيليان يې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. خو تاسو به خامخا هر وړومبے پېدا شوے ماشوم واپس اخلئ او هر وړومبے پېدا شوے ځناور به هم واپس اخلئ کوم چې ناپاک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 18:15
12 Iomraidhean Croise  

هر يو اِمام به پېسې اخلى او د ضرورت په مطابق به يې د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالوى.


مونږ به هر کال اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته د وړومبى رېبلى شوى فصل نه جوړې شوې پېړې او د انګورو د ميو خپلې نورې نذرانې، د زيتُونو تېل او هر قِسم مېوې هم وړُو. او مونږ به هغه هر څۀ نه لسمه حِصه ليويانو له راؤړو څۀ چې زمونږ په پټو کښې شوى دى، ځکه چې هغوئ زمونږ په کلو کښې د دې څيزونو د راټولو ذمه وار دى.


چې کله د مِصر فِرعون خپل زړۀ سخت کړو او مونږ يې تلو ته نۀ پرېښودلو، نو مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې هر يو وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان ووژلو. نو دا ځکه مونږ هر يو نر څاروے مالِک خُدائ ته قربانى کوُو او خپل وړومبى پېدا شوى زامن په بدل کښې واپس اخلو.


”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“


خپله غله، مے او خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشران زامن ما له راکړئ.


خو تاسو به د هر يو وړومبنى پېدا شوى خر په بدل کښې يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو دا واپس نۀ اخلئ، نو څټ يې مات کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے زوئ به په بيعه اخلئ. هيڅ څوک به زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.


چې ماشومان د يوې مياشتې شى نو هغوئ به په مقرر شوى قيمت يعنې په پينځو د سپينو زرو سيکو باندې واپس اخستلے شى، دا به د منلے شوى معيار په مطابق وى.


خو د بنى اِسرائيلو مشران زامن د ليويانو نه دوه سوه او درې اويا کسان زيات دى، نو تۀ به هغه زيات زامن واپس اخلې.


د خپل څاروى يا ګډې هر يو وړومبے نر بچے مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره بېل کړئ، د دې څاروو نه يو هم د کار دپاره مۀ استعمالوئ او د دې ګډو نه وړۍ مۀ کټ کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan