Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 18:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د دې نه علاوه، اِسرائيليان چې نورې خاص برخې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. زۀ دا د راتلونکى ټولو وختونو دپاره تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم. ستا د خاندان هر يو کس چې پاک وى نو هغه دا خوړلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 18:11
10 Iomraidhean Croise  

خو تاسو او ستاسو خاندان هغه سينه او پتُون خوړلے شئ کوم چې د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې او خاص برخې په توګه پېش کيږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو او ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى.


هغه دې د هر قِسم روټۍ يوه يوه حِصه د خاص برخې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د هغه اِمام دى کوم چې د ځناور وينه واخلى او د قربان‌ګاه سره يې وشيندى.


مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته، ستا زامنو او ليويانو ته به خامخا د خپلو هغه بدو سزا مِلاو شى چې د هغه جرم تعلق زما د حضور خېمې د خِدمت سره وى، خو د اِمامت په خِدمت کښې د څۀ ګناه سزا به صِرف تا او ستا زامنو ته ملاويږى.


تاسو به خامخا دا څيزونه په يو مقدس ځائ کښې خورئ او صِرف نران دا خوړلے شى، دا مقدس وګڼئ.


کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“


مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا له زما ټولې خاص برخې درکوم چې د نذرانو په توګه دې نۀ شى سوزولے. دا زۀ تا او ستا اولاد له درکوم چې د همېشه دپاره ستاسو په حواله وى.


کله هم چې يو څاروے يا ګډ قربانى کيږى، اِمام له به د دې اوږه، ژامه او دنننى اندامونه ورکولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan