8 په ورپسې ورځ، کله چې موسىٰ خېمې ته دننه لاړو، نو هغۀ د هارون امسا وليده چې د ليوى قبيلې دپاره وه، هغه زرغونه شوې وه، دې غوټۍ او ګلونه کړى وُو او پاخۀ بادام يې نيولى وُو.
د دې درې څانګې وې. چې څنګه د دې نه پاڼې راووتلې، غوټۍ راڅرګندې شوې او انګور پاخۀ شول.
مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى، نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.
لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.
هغه وخت راروان دے چې د مالِک خُدائ څانګه به د هغه مُلک هر يو بوټے او ونه لويه او ښائسته کړى. نو چې کوم اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو هغوئ ټول به خوشحاله وى او په هغه فصلونو به فخر کوى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى.
په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“
خو په غصه کښې دا د جرړو نه راوويستلے شوه او په زمکه وغورزولے شوه. د مشرق هواګانو دا مړاوې کړه، دا د مېوو نه خالى شوه، د دې مضبوطې څانګې وچې شوې، او اور هغه وسوزولې.
اور د دې د يو خاص څانګې نه خور شو، او د دې مېوه يې وسوزوله. يوه مضبوطه څانګه په کښې پاتې نۀ شوه چې د بادشاه د امسا جوړولو جوګه وى. دا د غم يوه مرثيه ده، او د مرثيه په توګه استعمال شوې ده.
او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.
بيا چې ما کوم سړے خوښ کړے وى نو د هغۀ امسا به زرغونه شى او زۀ به ستا خِلاف د بنى اِسرائيلو دا هر وخت غورېدل بند کړم.“
موسىٰ ټولې امساګانې يوړې او بنى اِسرائيلو ته يې وښودلې، هغوئ ورته وکتل او هر يو مشر خپله امسا واپس واخستله.
په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربانګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.