4 دا امساګانې زما د حضور خېمې ته يوسه او د لوظ صندوق په مخکښې يې کېږده، چرته چې زۀ تا سره مِلاوېږم.
او د دې څۀ حِصه مېده مېده کړه، دا زما د حضور خېمې ته يوسه او دا د لوظ صندوق مخې ته کېږده، هلته به زۀ تا سره ملاقات وکړم. دا پوره مقدس وګڼئ.
دا قربانګاه د هغې پړدې نه بهر کېږده کومه چې د لوظ صندوق مخې ته ځوړنده ده. دا هغه ځائ دے چې چرته به زۀ تا سره ملاقات کوم.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هارون امسا واپس د لوظ صندوق په مخکښې کېږده. باغيانو بنى اِسرائيلو ته به دا د نښې په توګه کېښودلے شى، کۀ د هغوئ غورېدل بند نۀ شى نو هغوئ به مړۀ شى.“
او په يوه امسا باندې د هارون نوم وليکه چې کومه د ليوى قبيلې دپاره وى، د هرې قبيلې د مشر دپاره به يوه يوه امسا وى.
بيا موسىٰ هغه ټولې امساګانې په خېمه کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې کېښودې.