3 او په يوه امسا باندې د هارون نوم وليکه چې کومه د ليوى قبيلې دپاره وى، د هرې قبيلې د مشر دپاره به يوه يوه امسا وى.
د ليوى دا درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى. د ليوى ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.
عُمرام د خپل پلار، خور يوکبد وادۀ کړه، چې د هغې نه يې هارون او موسىٰ پېدا شول. د عُمرام ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.
ځکه تاسو چې کله زۀ مالِک خُدائ ته د خواست کولو دپاره ولېږلم نو تاسو غټه غلطى وکړه، ځکه چې تاسو ووئيل، د څۀ چې مالِک خُدائ مونږ ته حکم کړے دے هغه مونږ ته ووايه، مونږ به په هغې باندې پوره عمل کوُو.
”اے بنى آدمه، يو امسا راواخله او په هغې وليکه چې دا د يهوداه او هغۀ سره ولاړې قبيلې دى. بيا يو بله امسا راواخله او په هغې دا وليکه چې، د اِفرائيم امسا، دا د يوسف او د ټولو بنى اِسرائيلو د شمالى قبيلو ده چې ورسره ولاړې دى.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې تا له دولس امساګانې درکړى چې د هرې قبيلې د مشر نه يوه يوه وى. د هر سړى نوم د هغۀ په امسا باندې وليکه
دا امساګانې زما د حضور خېمې ته يوسه او د لوظ صندوق په مخکښې يې کېږده، چرته چې زۀ تا سره مِلاوېږم.
مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته، ستا زامنو او ليويانو ته به خامخا د خپلو هغه بدو سزا مِلاو شى چې د هغه جرم تعلق زما د حضور خېمې د خِدمت سره وى، خو د اِمامت په خِدمت کښې د څۀ ګناه سزا به صِرف تا او ستا زامنو ته ملاويږى.
خو يواځې تۀ او ستا زامن به د اِمامت هغه ذمه وارۍ پوره کوئ کومې چې د قربانګاه او د زيات مقدس ځائ سره تعلق لرى. دا ستاسو ذمه وارۍ دى، ځکه چې ما تاسو له د اِمامت تُحفه درکړې ده. هر څوک چې حقدار نۀ وى او نزدې راشى نو هغه به ووژلے شى.“
نو زمکه وچاودله او هغوئ يې تېر کړل او کله چې اور دوه نيم سوه سړى تباه کول نو هغوئ هم د قورح او د هغۀ د ملګرو سره مړۀ شول، دا د خلقو دپاره د خبردارۍ يوه نښه شوه.