13 چې څوک هم د مالِک خُدائ خېمې ته نزدې ورشى، نو هغه به مړ شى، نو مونږ خو ټول مرګِ حال يُو.“
خو د هغه ونې د مېوې نه بغېر چې د باغ په مينځ کښې ده. خُدائ پاک مونږ ته فرمائيلى دى چې د هغې ونې مېوه ونۀ خورئ او نه لاس وروړئ، کۀ داسې مو وکړل نو مړۀ به شئ.“
بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.
په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“
ستا غصې مونږ ختم کړى يُو، او مونږ ستا قهر وارخطا کړى يُو.
زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.
هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ او چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنې، د هغوئ د ټولو ګناهونو په وجه به تباه شئ.“
مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته، ستا زامنو او ليويانو ته به خامخا د خپلو هغه بدو سزا مِلاو شى چې د هغه جرم تعلق زما د حضور خېمې د خِدمت سره وى، خو د اِمامت په خِدمت کښې د څۀ ګناه سزا به صِرف تا او ستا زامنو ته ملاويږى.
او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول،
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر وو او څلوېښت کاله يې په بيابان کښې سرګردانه کړى وُو تر دې پورې چې هغه ټول نسل مړ شو چا چې مالِک خُدائ نارضا کړے وو.
کله چې حنانياس دا خبرې واورېدلې نو هغه سر د لاندې راپرېوتو او په ټکى مړ شو او چا چې دا خبره واورېدله نو هغوئ ټول يرې واخستل.
خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ.
کله چې جنګ ته د برابر عُمر ټول سړى مړۀ شوى وُو،