شمېر 16:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 تاسو دا وړه خبره ګڼئ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو د نور قوم نه جدا کړى يئ، چې تاسو هغۀ ته نزدې شئ، د مالِک خُدائ په خېمه کښې خِدمت وکړئ او چې د قوم مدد او خِدمت وکړئ؟ Faic an caibideil |
هغۀ د بنى اِسرائيلو اُستاذانو يعنې هغه ليويانو ته هم دا اصُول وښودل، چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو، ”د لوظ صندوق د مالِک خُدائ په هغه کور کښې کېږدئ کوم چې د داؤد زوئ سليمان بادشاه جوړ کړے دے. تاسو به نور دا يو ځائ نه بل ځائ ته نۀ وړۍ، خو تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک او د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو خِدمت کوئ.
په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو.